اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مكه مكرمه كښې عمره ادا كړې او د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ئې دعا غوښتې ۔خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه كښې د ګډون پھ غرض د سعودي عرب په دوره دې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مكه كښې عمره ادا كړه او په حرم جومات كښې يې د تراويح لمونځ وكړو۔په خپل ټوېټ كښې خارجه وزير ووئيل لوے څښتن دې په دې سخت وخت كښې زمونږ مرسته وكړي او پاكستان دې د قائداعظم د خوبونو ترمخه هېواد جزړ شي۔شاه محمود قرېشي د عمرې ادائيګۍ نه وروستو د مكې څخه بېرته جدې ته رسېدلې چرته چې هغه د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون كړے ۔خارجه وزير به د مئي په 31مه نېټھ په مكه كښې كېدونكي او آئي سي غونډه كښې هم د وزيراعظم عمران خان سره ملګرې وي۔په غونډه كښې به د او آئي سي غړو هېوادونو مشران ګډون كوي